ایکنانیوز راپور راکړی، دغه غونډه د جمعې په ورځ یعني د کب د میاشتې په اولسمه نیټه د ایران داسلامی جمهوریت د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې د تبلیغ د نړیوالو چارو عمومی مدیر حجةالاسلام حسینی نیشابوری ،د نیجریه د قرآن څیړاند محمد بلو، د افغانستان د قرآن څيړاند علی اقا صفری، او د هندوستان د قرآن څيړاند سید مجتبی رضوي په شتون سره ترسره شو.
ددغې ناستې د منشي پهتوګه حجةالاسلام رضائي اصفهاني په پیل کې د رهبرۍ د ستر مقام د قرآنی لیدتوګو بیانولو ته مخه کړه او د دوي په کورنیزې مخینې کې د تفسیري مخینې په باب او له دې وروسته په مشهد کې د رهبرۍ د ستر مقام د تفسیرونو د کتابت د څرنګوالي او مخینې په باب هم یو لړ توضیحات وړاندې کړل.
هغه د رهبرۍ د ستر مقام تفسیري روده ، جامعه او د اخلاقي تربیّت په اساس وبلله او څو موردونه ئې د امام خامنه اي د تفسیر د نړیوالې پراختیا د لارو چارو په توګه بیان کړل.
حجةالاسلام حسینی نیشابوري هم په دغې ناستې کې پخپلې وینا کې ووئيل،د رهبرۍ ستر مقام د تفسیر په حوزې کې یو لړ خاص قواعد لري د مثال لپاره ، مونږ په قرآني مطالعاتو کې مختلفو بحثونه تعقیبوو چې دوي ددې په باب لا جامعه لیدتوګه لری.
د افغانستان قرآن څیړاند علی آقا صفري هم په دغې ناستې کې په یولړ څرګندونو کې د امام خامنه اي پر لیدتوګو په ټينګار سره په قرآن کې د فیصلې کولو دسټایلونو بحثونه وارزول.
د هندوستان قرآن څیړاند سید مجتبی رضوي ددغې ناستې ترټولو وروستۍ میلمه ؤ چې د رهبرۍ د ستر مقام قرآني سپارښتنې ئې وارزولې او وې وئيل،دلته دا پوښتنه مطرح ده چې مونږ هره ورځ باید څومره قرآن ولولوو.؟ د امام محمد باقر علیه السلام څخه یو روایت مطرح شوی دی چې هرڅوک په شپې ورخې کې لس آیتونه ولولي، نو له غافلانو به نه وي، او که پنځه آیتونه ولولي ، نو له ذاکرانو څخه به وي او .. ددغه روایت ته ورته د اهل سنتو په سرچینو کې هم ځیني روایتونه نقل شوي دي.
هغه روښانه کړې ده،د روایتونو جامع ټکی دا دی چې هر ه ورځ باید دقرآن آیتونو تلاؤت هیر نه شي او باید هره ورځ قرآن ولوستل شي.همدغه مطلب د رهبرۍ د ستر مقام په کلام کې هم شته،چې فرمائي؛ هره ورځ قرآن ولولئ حتی که څو آیتونه هم وي.
https://iqna.ir/fa/news/4270329